
![]() | ![]() | ![]() | ![]() |
---|---|---|---|
![]() | ![]() |
شفیع الله سلیمان خیل
AP ۱۴۰۳ مرغومی ۱۶
د بیرنج موټرسایکل تولیدوونکي شرکت د کندهار ولایت د ملي محصولاتو نندارتون کې ګډون د شرکت ژمنه څرګندوي چې د ملی صنعتونو پرمختګ ته وده ورکوي او د افغانستان اقتصادي ودې ته ملاتړ کوي.
د بیرنج د موټرسایکل تولید او منتاژ شرکت
د بیرنج د موټرسایکل تولید او منتاژ شرکت په ویاړ سره د قندهار په “افغان تولید او محصولاتو ملي نندارتون” کې ګډون وکړ. دغه شرکت، چې په افغانستان کې د موټرسایکلونو د تولید او منتاژ په برخه کې مخکښ دی، خپل پرمختللي محصولات د نندارې لپاره وړاندې کړل.
د بیرنج شرکت، چې د هرات په صنعتي ښار کې د موټرسایکل جوړونې تر ټولو ستر تولیدي مرکز لري، په دې نندارتون کې خپل دوهڅرخه موټرسایکلونه، درېڅرخه باري موټرې او د مسافر وړلو ریکشې وړاندې کړې. د دې شرکت محصولات د کیفیت، پایښت، او مناسب قیمت له امله د افغانانو په منځ کې ډېر مشهور دي.
د بیرنج د موټرسایکل تولید او منتاژ شرکت ژمن دی چې د کورنیو تولیداتو ملاتړ وکړي، د هېواد اقتصاد پیاوړی کړي او د خلکو لپاره د کاري فرصتونو زمینه برابره کړي. د دې شرکت ګډون د “افغان تولید او محصولاتو ملي نندارتون” د موخو د پیاوړتیا او د ملي صنایعو د ودې په برخه کې یو مهم ګام ګڼل کېږي.